اولنې ټى ټونټى کرکټ ميچ کښې پاکستان په څلور وکټو بنګله ديش ته ماتې ورکړېده

اولنې ټى ټونټى کرکټ ميچ کښې پاکستان په څلور وکټو بنګله ديش ته ماتې ورکړېده، د بنګله ديش د يو سل اته ويشت رنز هدف قامي ټيم آخري اوور کښې شپږ وکټو په زيان پورا کړې او ميچ ئې ګټلې دې،شاندار باؤلنګ باندې حسن علي د ميچ بهترين لوبغاړې ګرځولې شويدې، د درې ميچونو سيريز کښې پاکستان ته يو صفر سره برې ترلاسه شويدې

ډهاکه کرکټ ګراؤنډ کښې شوې د ټي ټوينټي سيريز اولني ميچ کښې بنګله ديش ټاس ګټلې وو او د بيټنګ فيصله ئې کړې وه بنګله ديش مقرره شل اوورونو کښې اوه وکټو په زيان يو سل اوه ويشت رنز جوړ کړې وو چې پکښې عافف حسين شپږ ديرش، مهدي حسن ديرش او نورالحسن اته ويشت رنز جوړ کړي پاکستان طرف نه حسن علي درې،محمد وسيم دوه، محمد نواز او شاداب خان يو يو وکټ په خپل نوم کړيدي د يو سل اته ويشت رنز هدف تعاقب کښې د پاکستان اولني بيټرز ناکامه شوي وو ولې فخرزمان،خوشدل شاه، شاداب خان او محمد نواز شاندار بيټنګ لوجې قامي ټيم ميچ ګټلې دې فخرزمان او خوشدل شاه څلور ديرش، څلور ديرش ،شاداب خان يويشت اومحمد نواز جارحانه اتلس رنز جوړ کړې وو محمد رضوان يوولس،بابراعظم اوه، شعيب ملک او حيدر علي په صفر آؤټ شوې وو پاکستان طرف نه درې وکټې اخيستو باندې حسن علي د ميچ بهترين لوبغاړې ګرځولې شويدې د پاکستان او بنګله ترمينځ دوئم ټي ټوينټي ميچ به شلم او دريم ميچ به په دوه ويشتم نومبر لوبيږي