اوپن مارکيټ کښې د ډالر قيمت نور دېرش پېسې سېوا شوے

0
239
انټر بينک کښې ډالر قيمت يو روپۍ او يو څلويښت پسي کم شوي

اوپن مارکيټ کښې امريکائي ډالر نور دېرش پېسې ګران شوے چې ورسره د ډالر نوے قيمت يوسل اتلس روپۍ او د اتيا پيسې لوړې سطحې ته ختلے دے

د کراچۍ په اوپن مارکيټ کښې د ډالر سفر مخ په بره روان دے او د پاکستان د تاريخ ريکارډ سطحې ته ختلے دے ، کرنسي ډيلرز ترمخه اوپن مارکيټ کښې ډالر دېرش پېسې ګران شوے او يوسل اتلس روپۍ اتيا پېسو ته رسيدلے دے ، په انټربينک او اوپن مارکيټ کښې د ډالر په قيمت کښې فرق دوه روپۍ اتيا پېسې دے
واضحه دې وي چې تېره ورځ د ډالر په قيمت کښې مسلسل اضافه باندې سټيټ بينک نوټس اخستے وو او دې سلسله کښې ئې د فاريکس ايسوسي ايشن اهم اجلاس هم طلب کړيدے