اوړو نه واخله تر ټماټرو پورې هر څيز ګران شو او عمران خان وائې چې يريږۍ مه

دنوازشريف شروع کړې منصوبه عمران خان په شپاړس مياشتو کښې تباه کړې،مريم اورنګزيب

ګهبرانا نهي مطلب يريږۍ مه،د خان صيب په دے جمله مريم اورنګزيب طنز کړې،وائې چې اوړو نه واخله تر ټماټرو پورې هر څيز ګران شو او عمران خان وائې چې يريږۍ مه،مريم اورنګزيب عمران خان مخاطب کړې چې موجوده ګرانۍ او ستا نالائقې به نور څومره غريب اولس ژړوې؟
وزيراعظم عمران خان صيب تيرو پينځلس مياشتو راهسۍ په هر مشکل کښې قوم له يو پيغام ورکوې چې ګهبرانا نهي،مطلب چې يريږۍ مه،د مسلم ليګ ن ترجمانې مريم اورنګزيب د خان صيب په دے نصحيت سختې نيوکې او طنز کړې،وائې چې تير پينځلس مياشتو کښې د اوړو او ټماټرو پشمول د خوراک څښاک هر څيز ګران شو ولي خان صيب وائې چې يريږۍ مه،يو ارب روپو په لګښت د بې آر ټې په نوم پيښور کندے کپرے کړے شو ولي خان صيب وائې چې يريږۍ مه،پينځلس مياشتو کښې د دولس اربه روپو تاريخې قرضه واخستې شوه ولي عمران خان وائې چې يريږۍ مه،پينځلس مياشتو راهسۍ نالائقه او نااهله خلک په ملک ورتپلې شوې ولي بيا هم خان صيب وائې چې يريږۍ مه،عمران خان د بجلۍ او ګيس بلونو کښې غلا کړې او ووټونه ئې پټ کړې خو وائې چې يريږۍ مه
مريم اورنګزيب خپل بيان کښې وزيراعظم عمران خان مخاطب کړې او وئيلي دي چي چې خان صيب،موجوده ګرانۍ او ستا نالائقې به نور څومره غريب اولس ژړوې؟