اوګرا ته د ګيس ټيرف کښې د يونيم سل فيصده اضافې کولو درخواست

سوئى ناردرن ګيس کمپنۍ اوګرا ته د ګيس ټيرف کښې د يونيم سل فيصده اضافې کولو درخواست کړيدے، حکام وائي چې په ملک کښې د ګيس کمي پورا کولو لپاره ګيس درآمد کړے شوے، هم دغه وجه ده چې د بهر نه راغلي آر ايل اين جي خساره پورا کولو لپاره سوئي ناردرن ګيس په ټيرف کښې د اضافې درخواست ورکړيدے

د بجلۍ په قيمتونو کښې د اضافې وروستو حکومت د ګيس په قيمتونو کښې هم د اضافې لپاره ملا تړلې ده، سوئي ناردرن ګيس کمپنۍ د ګيس په ټيرف کښې د يونيم سل فيصده اضافې لپاره اوګرا ته درخواست کړيدے، چيئرمين اوګرا د سوئي ګيس قيمت کښې د اضافې حوالې سره درخواست باندې سماعت کړے، چيئرمين اوګرا وئيلي دي چې هرڅۀ فيصله اوشوه، نو د صارفينو په مفادو کښې به وي، في الحال د کمپنيو د درخواست حمايت کوو، ځکه چې د درآمدي ګيس قيمت کمول اوس نقصان دے، ايم ډي سوئي ناردرن علي جے همداني وائي چې څخکال مونږ د دوه سوه، يوکم اوويا روپۍ في ايم ايم بي ټي يو اضافې مطالبه کړېده، د ګيس په قيمت کښې د اضافې مطالبه څۀ نوې خبره نۀ ده، سوئي ناردرن مخکښې هم د اضافې لپاره درخواستونه ورکړي وو، سوئي ناردرن حکام وائي چې د ګيس د شارټيج افواه ګانې چليږي، کومې چې صحيح نۀ دي، سوئي ګيس کښې آر ايل اين جي شاملوؤ ،د کوم سره چې د ګيس کمے پورا کيږي