اوګرا حکومت ته د پټروليم مصنوعات کښي د قيمتونو کمي تجويز ورکړي

د سعودي تنصيباتو باندي حملے ورستو پاکستان کښې هم د پيټرول او ډيزل ګرانيدو امکان دے

د اولس لپاره خوشخبرى، اوګرا د پټروليم مصنوعاتو نرخونه کموؤلو سفارش کړے، پيټروليم ډويژن ته ليږلې شوې مراسله مطابق پټرول څلور روپې نهه شپيته پيسې او هائى سپيډ ډيزل اووه روپې فى لټر کموؤلو تجويز پيش کړے شويدې
سرچينى وائى چې آئل اينډ ګيس ريګوليټرى اتهارتى لخوا پټروليم ډويژن ته مراسله ليږلې شوې چې له مخې ئې د پټروليم مصنوعاتو په نرخونو کښې د کمى سفارش شويدې
ذرائع وائى چې هائي سپيډ ډيزل په قيمت کښي اووه روپي اووه شپيته پيسې ،پټرول په قيمتونو کښي څلور روپي يو کم اويا پيسي ،د خاورو تيل څلور پيسي اويشت پيسي او لائټ ډيزل پنځه روپي دري شپيته پيسې في لټر کمي سفارش شويدې
ياده دي وي چي تير شوي هفته مشير خزانه ډاکټر عبدالحفيظ شيخ د پټروليم مصنوعات په نرخونو کښې د کمي زيرے ورکړي وو، د زرائع مطابق د پټروليم مصنوعات قيمتونو کښي د کمي سمري پټروليم ډويژن ته موصول شوې او د نوى قيمتونو اطلاق به يکم ستمبر نه کيږى