اوګرا دپيټروليم مصنوعاتو قيمتونو کښې د اضافے لپاره سمري ليګلي

0
34
وفاقي حکومت لخوا د پېټرولئيم مصنوعاتو قيمتونه په ځائے ساتلو فېصله، د اوګرا سمري رد

اوګرا د پيټروليم مصنوعاتو قيمتونو کښې د اضافے لپاره وزارت پټروليم ته سمري ليګلي، سمري کښې پيټرول د ليټر په سردري روپۍ ګرانه ولو سفارش شويدے
ذرائع مطابق ائل اينډ ګيس ريګوليټري اتهارټي يعني اوګرا لخوا وزارت پيټروليم ته سمري ليګلي شوي، چي پکښې د پيټروليم مصنوعات نرخونو کښې د اضافي تجويز ورکړے شويدے
ذرائع وائي چي اوګرا لطرفه ليګلي شوي سمري کښې پيټرول دري روپۍ ،دويشت پيسے او خارو تيل شپږ روپۍ ووه نوي پيسے في ليټر ګرانولو سفارش شويدے، د غه شان د لائټ ډيزل في ليټر قيمت شپږ روپۍ او پينځه نوي پيسے اضافے سفارش شويدي
سرچيني وائي چي د پيټروليم مصنوعاتو قيمتونو منظوري به وزير اعظم ورکوي