دګرانۍ نه تنګ عوام باندي د پيټروليم مصنوتاتو نه پس اوس د ايل پي جي بم اوغورځولے شو، اوګرا د ايل پي جي في کلو قيمت کښې شپيته روپۍ اضافه اوکړه، چي ورسره نوے قيمت دوه سوه، څلور شپيته ته ورسيدو، د تازه اضافے سره د کورنۍ سلنډر قيمت اووه سوه ،دري روپۍ او کمرشل سلنډر نرخ دوه زره، اووه سوه، شپږ روپۍ نور ګران شو
اوګرا لخوا جاري شوي نوټي فيکيشن مطابق د ايل پي جي في کلو قيمت کښي شپيته روپۍ اضافه شويده، چي ورسره نوے نرخ د دوه سوه څلور نه دوه سوه څلور شپيته ته ورسيدو،
اعلاميه مطابق د ايل پي جي نوے قيمت اطلاق به د يکم فرورۍ نه کيږي،
د تازه اضافے سره د کورني سلنډر قيمت کښې اووه سوه، دري روپۍ سيوا والے راغلے ، چي ورسره نوے قيمت ئي دري زره، يو سل پځلس روپۍ مقرر شوے
دغه شان د کمرشل سلنډر نرخ دوه زره ، شپږ روپۍ اضافے سره يوولس زره، نهه سوه، څلور اتيا روپۍ ته ورسيدو،