اوګرا د ګيس په نرخونو کښې شپږ فيصده کمې تجويز کړې

اوګرا د ګيس په نرخونو کښې شپږ فيصده کمې تجويز کړې

اوګرا د ګيس کمپنو لخوا د ګيس په نرخونو کښې د اضافے درخواست رد کړېدې او د ګيس قيمت سيوا کولو په ځائے ئې شپږ فيصده کمې تجويز کړې، ذرائع وائي چې د ګيس قيمتونو حتمي نوټيفکيشن به اوګرا د وفاقي حکومت فيصلے نه پس جاري کوي
اوګرا ترجمان ترمخه ګيس نرخونه سيوا کولو لپاره د سوئي ناردرن او سدرن په درخواستونو فيصله جارې کړې شويده، دواړو کمپنو د روان مالي کال لپا ره د ګيس په قيمتونو کښې اضافه غوښتې وه
ترجمان وائي چې سوئي ناردرن د ګيس په اوسط قيمت کښې شپږ سوه دري ويشت روپے في يونټ اضافه غوښتي وه ولي اوګرا ګيس قيمت کښې اضافے په ځائے شپږ فيصده کمي تجويز ورکړېدې
اوګرا فيصلے وروستو سوئي ناردرن لپار د ګيس په قيمت څلويښت روپے څلور نوي پيسے في ايم ايم بي ټي کمي نه پس شپږ سوه درې ويشت روپے يو ديرش پيسے مقرر کړې شويدې
دغه رنګ د سوئي سدرن قيمت کښې پينځه څلويښت روپے اتويشت پيسے کمې نه پس اوه سوه پنځوس روپے في ايم بي بي ټي يو مقرر کړې شوې
ذرائع وائي چې د ګيس قيمتونو حتمي نوټيفکيشن به اوګرا د وفاقي حکومت فيصلے نه پس جاري کوي