اوګرا په اولس پيټرول بم غورځولو فيصله کړي

اوګرا په اولس پيټرول بم غورځولو فيصله کړي

په اولس پيټرول بم غورځولو فيصله،اوګرا پيټروليم مصنوعات قيمتونو کښې د اضافې تجويز ورکړې،ذرائع وائې چې اوګرا پيټرول اووه روپے في ليټر ګرانولو سفارش کړې دے.ذرائعو دعوا کړې ده چې اوګرا پيټروليم ډويژن ته يکم ستمبر نه پيټروليم مصنوعات قيمتونو کښې د اضافې تجاويز ورکړې،يکم ستمبر نه ئې پيټرول اووه روپې او هائي سپيډ ډيزل اته روپې فې ليټر ګرانولو سفارش کړې دے،ذرائع وائې چې اوګرا لائټ ډيزل او خاورو تيل قيمت کښې هم د اضافې تجويز ورکړې دے.ياده دے وې چې يکم ستمبر نه به پيټروليم مصنوعاتو قيمتونه مياشت په ځائے پينځلس ورځو لپاره مقرر کولې شې،نوے فارمولے مطابق هر پينځلس ورځې پس به قيمتونو کښې ردوبدل کيږې