اوګرا پيټروليم مصنوعاتو نرخونو کښې ردوبدل سمري پيټروليم ډويژن ته ليږلي

کورونا وائرس لوجې عالمې منډې کښې د خام تيل په نرخ کښې اتا فيصده کمې راغلې

اوګرا پيټروليم مصنوعاتو کښې د نرخونو ردوبدل سمري پيټروليم ډويژن ته ليږلي ده ، سمرۍ کښې پيټرول شپږ پيسې او خاورو تيل شپږ شپيته پيسې في ليټر ارزانولو تجويز ورکړې شوې دې ،په سمرۍ کښې هائي سپيډ ډيزل د ليټر په سر دوه روپۍ اووه څلويښت پيسې د ګرانولو سفارش هم شويدے
اوګرا د پيټروليم مصنوعاتو نرخونو کښې دردوبدل سمري پيټروليم ډويژن ته ليږلي ده د کومې ترمخه چې پيټرول د ليټر په سر شپږ پيسې ارزانولو سفارش شويدے
په سمري کښې خاورو تيل قيمت کښې هم د ليټر په سر شپږ شپيته پيسې ارزانولو سفارش شويدے
دې نه علاوه هائي سپيډ ډيزل په قيمت کښې في ليټر دوه روپۍ اووه څلويښت پيسې او لائټ ډيزل په نرخ کښې يوه روپۍ لس پيسې د ليټر په سر ګرانولو تجويز ورکړې شويدے
بلخوا وزارت خزانه به د وزيراعظم عمران خان د منظورۍ نه پس د نوي قيمتونو اعلان صباله کوي