ايبټ آباد کښې د ځنګلي زمري په حمله کښې اته کلن سفيان په حق رسيدلے دے

0
219

ايبټ آباد کښې د ځنګلي زمري په حمله کښې اته کلن سفيان په حق رسيدلے دے،د واقعې وروستو خواوشاه علاقې په خلقو کښې سخته ويره ترهه خوره شوي او حکومت نه ئې د ځنګلي ځناورو د مخ نيوي غوښتنه کړيده
د ايبټ آباد په نملي ميرا علاقه کښې ځنګلي زمري په آبادۍ حمله کړې او دې دوران ئې اته کلن سفيان چيچلے د کومې وروستو چې هغه په حق رسيدلے دے، د وړوکي ماشوم مړے ډسټرکټ هيډکوارټرهسپتال ته د پوسټ مارټم لپاره منتقل کړے شويدے
ځائي خلقو د واقعې خلاف احتجاج کړے او وئيلي دي چې وائلډلائف محکمې غفلت په وجه باغ بګنوتر،بيرن ګلي،بکوټ ستوړه او ځينې نورو علاقو کښې په درځنونو خلق د زمرو خوراک جوړ شوے، وخت په وخت خطرناک ځنګلي ځناور د آبادۍ په علاقو کښې داخليږي او په خلقو حملې کوي،ځائي اولس د حکومت نه غوښتنه کړې چې د ځنګلي ځناورو مخ نيوے دې وکړے شي