ايبټ آباد کښې د ګيس ليکيج چاودنه کښې درې کسان په حق رسيدلي

لاهور کښې د چمړے په ګودام کښې اور ليګدلو پيښه کښې درې تنان پحق رسيدلې

د ايبټ آباد په تحصيل حويليا د ګيس ليکيج په وجه چاودنه شوېده چې پکښې درې کسان په حق رسيدلي دي، حق رسيدلي کسانو کښې د سي ټي ډي ملازم ، د هغه کور والا او يو زوي شامل دے
د ايبټ آباد تحصيل حويليا په رجوعيه کلي کښې د ګيس ليکيج په وجه چاودنه شوېده، د چاودنې په وجه کمره کښې موجود درې کسان په حق رسيدلي دي، حق رسيدلي کسانو کښې د سي ټي ډي ملازم جهانګير، د هغۀ کور والا او يو زوي شامل دي، ريسکيو ذرائعې وائي چې جهانګير په کوئټه کښې د سي ټي ډي ملازم وو او تېره ورځ په چهټي د خپلې فيملي سره رجوعيه کلي ته راغلي وو، ريسکيو ذرائعې وائي چې د زياتې يخنۍ په وجه جهانګير په کمره کښې د ګيس هيټر لګولے وو د کوم په وجه چې په کمره ګيس جمع شوے وو او د هغې وروستو پکښې چاودنه وشوه