ايرانى خارجه وزير حسين اميرعبدالله وئيلى چې افغانستان کښې د بدامنۍ او عدم استحکام ذمه وار امريکه ده

ايراني خارجه وزير حسين امير عبدالله وئيلي دي چي افغانستان کښي د بد امنۍ او عدم استحکام ذمه وار امريکه ده، د امريکي غلط پاليسو په وجه افغانستان کښي انتشار پيدا شويدے، حسين عبدالله ترمخه ايران د افغانستان سره خپله پوله خلاصه ساتلي، او د انساني همدردۍ په بنياد د افغانانو لپاره امدادي ئي سامان هم ليږلے دے

د افغانستان په صورتحال د اقوام متحده سيکريټري جنرل انتينو ګوټرس په مشرۍ کښې د وزرائے خارجه غونډه شويده، اجلاس ته د ايران خارجه وزير حسين امير عبدالله وئيلي دي چي افغانستان کښې د عدم استحکام، بد امنۍ او انشتار ذمه وار امريکه ده ، ايراني خارجه وزير وئيلي دي چي نړۍ والي ورولۍ له افغانستان سره په دوه سطح مذاکرات کول پکار دي، يو په سياسي سطح او بل په انساني سطح، حسين عبدالله مطابق سياسي سطح باندي داسي پکار ده چي يو مستحکم، محفوظ او پرامن افغانستان وجود کښې راشي ، او دويم عالمي برادري له پکار ده چي افغانستان کښي د عام اولس دپاره امدادي سامان اوليږي، ځکه چي افغانستان کښي زنانه او ماشومان د سخت وخت مقابله کوي ايراني خارجه وزير په امريکي او مغربي ملکونو باندي تنقيد کړے ، وئيلي دي چي د افغان کډوالو متعلق دغه ملکونه د خپل وعدو نه شاته شويدي