ايران خپل بيلاسټک او کروز مزائيل سسټم اپ ګريډ کولو اعلان کړې

0
6
ايران خپل بيلاسټک او کروز مزائيل سسټم اپ ګريډ کولو اعلان کړې

د ايران سپريم ليډر آيت الله علي خامنه اي وئيلي دي چي جنګ ښه نه دې ولي په موجوده صورتحال کښې ايراني فورسز له خپل جنګي استعداد زياتوال پکار دي
د ايراني رهبر اعلي د سرکاري ويب سائټ ترمخه آيت الله علي خامنه اي وئيلي دي چي جنګ ښه نه دې ولي خپل بيان کښې ئي په ايراني فورسز غږ کړې چي موجود صورتحال کښې خپل جنګي طاقت کښې اضافه اوکړي،
هغوي وئيلي دي چي فضائيه د يو فوج حساس ترينه او مهمه برخه وي او پکار ده چي ايراني فضائيه د موجوده صورتحال مقابلې لپاره خپلو صلاحيتونو کښې اضافه اوکړي
بهر ملکي خبري ادارې وائي چي د خامنه اي د بيان نه وړاندې ايران خپل بيلاسټک او کروز مزائيل سسټم اپ ګريډ کولو اعلان کړې وو
د ايران سپريم ليډر آيت الله علي خامنه اي لخوا دا بيان په داسې وخت کښې راغلي چي د ايران او امريکې ترمينځه د جوهري معاهدې په معامله تاو تريخوالې نور هم سيوا شويدې