ايران د امريکے استخبارتي ادارے سي آئي اے نيټ ورک ماتولو دعوۍ کړې

ايران د امريکے استخبارتي ادارے سي آئي اے نيټ ورک ماتولو او د يادې ادارے اولس جاسوسانو ګرفتارې دعوۍ کړې، ايراني انټلي جنس منسټرې د سي آئي اے ايجنټانو ګرفتارې او هغوئي ته سزائے موت ورکولو هم تصديق کړيدې
ايران او امريکے ترمنځه کشيدګي نوره هم سيوا کيدو اندښني راپورته شويدې ، ځکه چې ايران د امريکے استخبارتي ادارے سي آئي اے اولس ايجنټانو ګرفتارې او د جاسوسي کولو جرم کښې ورته سزائے موت اورولو تصديق کړې ،فارس نيوز ايجنسي مطابق ايران امريکے سره تعلقات خرابيدو نه پس په ملکي کچ د سي آئي اے ممکنه ايجنټانو په ضد کاروايانې پيل کړې وې،
فارس نيوز ايجنسي ترمخه دغه کاروايانو کښې ايران ته غټه کاميابي ترلاسه شوې ،ځکه چې د امريکے استخبارتي ادارے اولس ايجنټان ئې نه صرف ګرفتاره کړي بلکه هغوئي ته ئې په باقاعده توګه سزا هم اورولې ده