ايران صدر روحانی د جمعې پۀ ورځ پاکستان دوره کوی

0
35
د ايران صدر حسن روحانی به د جمعې پۀ ورځ پۀ سرکاری دوره د پاکستان ته راځی، خپلې دورې پرمهال به ايرانی صدر د پاکستان اعلې واکمنو سره پۀ دوه اړخيزه تعلقاتو او منطقې صورتحال بشمول پۀ مختلفو معاملو خبرې کوی
تفصيلاتو ترمخه د ايران صدر حسن روحانی به پۀ پنځويشتم مارچ د پاکستان دوره کوی، چې پکښې به هغه د وزيراعظم نوازشريف بشمول مختلفو چارواکو سره خبرې کوی
يوه خبرې اداره چې صدر روحانی به د پاکستان واکمنو سره پۀ دوه اړخيزه اړيکو، دمنطقې صورتحال او د شريکې دلچسپې پۀ مختلفو معاملو د خيالاتو بدلون کوی
سرچينی وائی چې ښاغلې روحانی به پاک ايران کيس پائپ لائن منصوبے ته عملې شکل ورکولو باندې هم د پاکستان چارواکو سره خبرې کوی
ياده دې وی چې دا دوره به د صدر حسن روحانی د پاکستان اولنې دوره وی