ايران صدر روحانی سبا له په دوه ورځنۍ دوره پاکستان ته راځی

0
47
د ايران صدر حسن روحانی به د سبا له په دوه ورځنۍ سرکاری دوره پاکستان ته راځی،د خپلې دورې پرمهال به ايرانی صدر د پاکستان اعلې واکمنو سره په دوه اړخيزه چارو او منطقې صورتحال پشمول په مختلفو معاملو خبرې کوی
تفصيلاتو ترمخه د ايران صدر حسن روحانی به سبا له  د پاکستان دوره کوی، چې پکښې به هغه د وزيراعظم نوازشريف پشمول مختلفو چارواکو سره خبرې کوی
د خپلې دورې پر مهال به  صدر روحانی د پاکستان واکمنو سره په دوه اړخيزه اړيکو، دمنطقې صورتحال او د شريکې دلچسپې په نورو  معاملو د خيالاتو بدلون کوی
سرچينی وائی چې ښاغلې روحانی به پاک ايران ګيس پائپ لائن منصوبے ته عملې شکل ورکولو باندې هم د پاکستان چارواکو سره خبرې کوی
ياده دې وی چې دا دوره به د صدر حسن روحانی د پاکستان اولنې دوره وی