ايران کښې د پيټرولو قيتمونو کښې اضافي خلاف خلقو احتجاج کړے دے

ايران کښې د پيټرولو قيتمونو کښې اضافي خلاف خلقو احتجاج کړے دے

ايران کښې د پيټرولو قيتمونو کښې اضافي خلاف خلقو احتجاج کړے دے ، د احتجاج دوران يو کس په حق رسيدلے دے
د خبر ايجنسۍ رپورټ ترمخه ايران کښې حکومت لخوا د پيټرولو نرخونو کښې اضافې غير متوقع فيصلې خلاف ټول ملک کښې احتجاج شوے دے ،د احتجاج دوران وسطي ښار سيرجان کښې يو تن پحق رسيدلي دې
ايران کښې احتجاج سلسله د حکومت هغه فيصلې ورستو شروع شوې کوم چي وئيلے شوي وو چې ابتدائي شپيته ليټر باندې به پنځوس فيصده اضافه کولے شي ولي هره مياشت د شپيته ليټره نه زيات پيټرول خرچ کونکو باندي درې سوه فيصده اضافه کولے شي
د سير جان قائم مقام ګورنر محمد محمود عابدي وينا وه چې بدقسمتۍ نه يو عام وګړي وژلے شوے ولې تراوسه پته اونه لګيده چې مړينه څنګه شوې ، دې حوالے سره تحقيقات روان دي
بهرملکي خبري ايجنسې وئيلي دي چي سيرجان ، مشهد او شيراز پشمول د ايران ځيني نورو ښارونو کښې هم خلقو په لويه پيمانه احتجاج کړيدے