ايشيائي ترقياتي بينک پاکستان لپاره د يو ارب ډالر فنډ منظوري ورکړيده

ايشيائي ترقياتي بينک پاکستان لپاره د يو ارب ډالر فنډ منظوري ورکړيده

ايشيائي ترقياتي بينک پاکستان لپاره د يو ارب ډالر فنډ منظوري ورکړي ده، دغه فنډ ايمرجنسي بجټ سپورټ لپاره ورکړےشويدے، دے نه علاوه د نور مالياتي ادارو نه اته ديرش ارب ډالر ميلاويدو هم امکان دے،
پاکستاني معيشت کښې استحکام او بين الاقوامي ادارو اعتماد پيدا کيدو ورستو ايشيائي ترقياتي بينک پاکستان لپاره د يو ارب ډالر فنډ منظوري ورکړي ده ،د دغه فنډ منظوري ايمرجنسي بجټ سپورټ لپاره ورکړے شوي ده،
د اے ډي بي ډائريکټر جنرل فار سنټرل اينډ ويسټ ايشيا وئيلي دي چي د ايشيائي ترقياتي بينک کلکه اراده ده چي معاشي بهترۍ لپاره به د پاکستان سره هر قسم تعاون جاري ساتي او دا ايمرجنسي فنډ د حکومت فوري ضروريات پوره کولو لپاره ورکړے شويدے،
ايشيائي ترقياتي بينک به کال دوه زره شلم پوري په مجموعي توګه پاليسي بيسډ لونز په مد کښې پاکستان ته دوه ارب او لس کروړه ډالر فراهم کوي