ايشيا کپ لپاره به نن پاکستان کرکټ ټيم شپاړس کسيزه سکواډ متحده عرب امارات ته سفر کوي

0
5
سرفراز احمد روايتي حريف بهارت له شکست ورکولو لپاره هيله مند دے

ايشيا کپ لپاره به نن پاکستان کرکټ ټيم شپاړس کسيزه سکواډ متحده عرب امارات ته سفر کوي، ايونټ به پنځلسم ستمبر نه شروع کيږي
کمتحده عرب امارات کښې شيډول ايشيا کپ لپاره کپتان سرفراز احمد په مشرۍ کښې د قامي ټيم شپړس لوبغاړي نن لاهور علامه اقبال ائيرپورټ نه دبئۍ ته سفر کوي
ايشيا کپ لپاره قامي ټيم کښې کپتان سرفراز احمد، فخرزمان، بابر اعظم، آصف علي، امام الحق، شعيب ملک، شان مسعود، حارث سهيل، فهيم اشرف، حسن علي، محمد عامر، شاداب خان، محمد نوازم،جنيد خان، عثمان شينوري او شاهين شه افريدي شامل دي
ايشيا کپ ټورنامنټ کښې پاکستان، هندوستان، سري لنکا او بنګلاديش پشمول شپږ ټيمونه شامل دي، پاکستان به روايتي حريف هندوستان سره مقابله کوي