ايشيا کپ لپاره يو وارې بيا د پاکستان کرکټ ټيم تيارۍ ذمه وارى پاک پوځ ته ورکړې شوې

0
5

ايشيا کپ لپاره يو وارې بيا د پاکستان کرکټ ټيم تيارۍ ذمه وارى پاک پوځ ته ورکړې شوې ، د قامى کرکټ ټيم ټريننګ کيمپ ايبټ اباد کښې شروع شوې دې
دبئى کښې شيډول ايشيا کپ تيارۍ سلسله کښې د قامى ټيم فيزيکل ټريننګ کيمپ کاکول ايبټ اباد کښې د پاک پوځ په قيادت کښې اوويشتم نه تر يو ديرشم اګست پورې شروع کړې شوې دې
کال دوه زره پنځلس انګلينډ ټور نه وړاندې د پاکستان کرکټ ټيم ټريننګ کيمپ په ارمى سکول اف فيزکل ټريننګ سينټر ايبټ اباد کښې لګولې شوې وو کوم کښې چې د پاکستان دوه پخوانى سټار کرکټران يونس خان او مصباح هم موجود وو
ايشيا کپ به په شپاړسم ستمبر نه متحده عرب امارات کښې کيږى
ايبټ اباد کښې جارى قامى ټريننګ کيمپ کښې شپږويشت لوبغاړو برخه اخيستې ده