ايشين ګيمز هاکې ايونټ کښې دريم پوزيشن لپاره ميچ کښې روايتى حريف هندوستان پاکستان ته شکست ورکړېدے

0
20

ايشين ګيمز هاکې ايونټ کښې دريم پوزيشن لپاره ميچ کښې روايتى حريف هندوستان پاکستان ته شکست ورکړېدے
انډونيشيا کښې جارى اتلسم ايشين ګيمز هاکې کښې برونز ميډل لپاره د پاکستان او روايتى حريف هندوستان ترمينځه سخت مقابله وشوه
د دواړو روايتى حريف ميچ کتو لپاره په لوئى شمير کښې خلق راغلى وو
هندوستان په اولنى کوارټر کښې ګول وکړو او پاکستان خلاف ئې د يو ګول برترې ترلاسه کړه
قامى ټيم د جوابى ګول کولو کوشش وکړو خو ناکامه وو
څلورم کوارټر کښې هندوستان دوئم ګول وکړو او د پاکستان خلاف ئې خپله برترې نوره هم مضبوط کړه
د لوبې ختميدو آخرى لمحاتو کښې قامى ټيم لخوا هم ګول وکړې شو او دغه رنګ بهارت دا مهم ميچ د يو په مقابله کښې دوه ګولونو سره وګټلو او دې ټورنمنټ کښې ئې برونز ميډل ترلاسه کړو