ايشين ګيمز کښي برانز ميډل ترلاسه کونکے نرګس کوئټي ته راورسيده

0
17

ايشين ګيمز کښي برانز ميډل ترلاسه کونکے او د بلوچستان کوئټي ښار سره تعلق لرونکے لوبغاړے نرګس کوئټي ته راورسيده
د نرګس د کوئټي پر ايئرپورټ باندي دروند هر کلی شوی
دکوئټي سره تعلق لرونکي لوبغاړي نرګس په جکارته ايشين ګيمز کراټے ايونټ کښي برانز ميډل په خپل نامه کړی و، او د خپل هيواد نوم يي په ټوله نړۍ کښي روښانه کړی
نرګس وائي چي دا نه يوازي دبلوچستان بلکه د ټول هيواد ميډل دی ،دخپل هيواد دنوم روښانه کولو لپاره به دکراټے لوبي په ميدان کښي هر کله نوم روښانه کومه
د کوئټي پر ايئرپورټ باندي د نرګس ښه دروند هر کلی شوے په کوم کښي د نرګس خپلوان، محکمه کهيل او د کراټے اکيډمۍ لونغاړو ګډون درلود