ايشين ګيمز کښې قامى لوبغاړو باکسنګ او بيس بال لوبو کښې فتوحات ترلاسه کړيدى

0
11

انډونيشيا کښې جارى ايشين ګيمز کښې قامى لوبغاړو باکسنګ او بيس بال لوبو کښې فتوحات ترلاسه کړيدى
د انډونيشيا سرښار جکارته کښې اتلسم اګست نه تر دوئم ستمبر پورې شيډول ايشين ګيمز په مختلف کټيګريز کښې لوبغاړو مقابلې جارى دى
د بيس بال ګروپ اے ميچ کښې پاکستان تهائى لينډ ټيم ته يو په مقابله کښې په اته رنزونو برى موندې قامى بيس بال ټيم به خپل راتلونکى مقابله د سخت حريف چائنه خلاف صبا لوبوى
باکسنګ شپږ شپيته کلو ګرام مقابله کښې د پاکستان نقيب الله د بوټان باکسر ته دوه په مقابله کښې په درې پوائنټس شکست ورکړې او کوارټر فائنل راونډ کښې ئې ځائې جوړ کړېدې
نقيب الله په لاسټ ويټ کښې خپله مقابله د چين لوبغاړى سره په نهه ويشتم اګست مقابله کوى