ايف آئي اے حمزه شهباز بيرون ملک سفر نه منع کړې

0
25
حمزه شهباز

ايف آئي اے پنجاب اسمبلې کښې اپوذيشن ليډر حمزه شهباز بيرون ملک سفر نه منع کړې او د ائيرپورټ نه ئي واپس کړيدې،حمزه شهباز خپل ورور سره ملاقات لپاره د دوحه د لارې لندن ته تلو
د پنجاب اسمبلۍ کښې اپوذيشن ليډر او د پخواني وزيراعلي مياشهباز شريف ځوئے حمزه شهباز د لاهور ائيرپورټ نه دوحه ته روانيدو ولي په اميګريشن کاونټر ورته وئيلي شويدي چي د هغه پر ضد نيب انکوائري روانه ده او نوم ئي په بليک لسټ کښې شامل دې ځکه بيرون ملک سفر نشي کولي
په دې موقع حمزه شهباز ايف آئي اے چارواکي خبر کړې چي هغه نيب کښې روانه انکوائرې کښې مطلوب نه دې ولي بيا هم ايف آئي اے ورته د بيرون ملک سفر کولو اجازت نه دې ورکړې
د شريف خاندان ذرائع وائي چي حمزه شهباز د خپل ورور سره ملاقات لپاره د دوحه د لارې لندن ته روان وو
د يادوني وړ ده چي نيب د حمزه شهباز پر ضد د آمدن نه زياتو اثاثو کيس کښې تحقيقات کوي او دې کيس کښې د ګرفتارې نه بچ کيدو لپاره هغه حفاظتي ضمانت کړيدې