ايف آئي اے لاهور آئيرپورټ نه درې افغانستاني وګړي نيولي

د لاهور په آئيرپورټ ايف آئي اے درې افغانستاني وګړي چې جعلي برطانوي شهريت ئې لرلو سره د سهولت کارې نيولي دي
د ډائريکټر ايف آئي اے لاهور له لوري جاري شوي معلوماتو کښې وئيلے شوي چې درې افغانستاني وګړي وحيده مهد، سبزه ګلنار او ناصر خان د لاهور په علامه اقبال انټرنيشنل ائيرپورټ نيولے شوي دي
دې افغانستاني وګړو کوشش کوؤ چې د لاهور نه لندن ته فلائټ ونيسي ولې د برطانيې د شهريت کارډونه ورسره جعلي وو
د ايف آئي اے له مخې دغه درې وانړه افغانستاني وګړي ريحانه مهيد زاده نومې سهولت کارې راويستي وو د چا سره چې د برطانيې د مهاجرينو کارډ وو
نيولے شوي درې وانړه افغانستاني وګړي څلور ورځې وړاندې د طورخم په لاره پاکستان ته داخل شوي دي