ايف ائي اے بےنظيرانکم سپورټ پروګرام کښې غبن په معامله څوارلس سرکاري ملازمينوخلاف مقدمات درج کړي

ايف ائي اے بےنظيرانکم سپورټ پروګرام کښې غبن په معامله څوارلس سرکاري ملازمينوخلاف مقدمات درج کړي

وفاقي تحقيقاتي اداري ايف ائي اے بے نظير انکم سپورټ پروګرام کښې غبن په معامله څوارلس سرکاري ملازمينو خلاف مقدمات درج کړي او پلټني ئي پيل کړيدي.وفاقي تحقيقاتي اداري ايف ائي اے بے نظير انکم سپورټ پروګرام کښې شوي غبن په معامله محکمه صحت او تعليم په شمول نور مختلف سرکاري محکمو څوارلس ملازمينو خلاف مقدمې درج کړيدي.ايف ائي اے لخوا جاري شوي بيان مطابق چي وړؤمبي ګرفتار کړي شوي څلريشت سرکاري ملازمينو نه دوران تفتيش دوه کروړه شپږ ديرش لکهه روپئ وصول کړي شويدي
ايف ائي اے حکامو مطابق چي سرکاري ملازمينو دهوکه دهي په ذريعه د شورش زده سيمو متاثرينو نه کروړونه روپئ تر لاسه کړي وي،
ايف ائي اے حکام مطابق نيولي شوي څلريشت سرکاري ملازمين پلټنو لپاره ايف ائي اے تفتيش سيل ته حواله کړي شويدي،،