ايف ائي اے د بي ارټي منصوبه کښې د مبينه کرپشن په اړه پلټني شروع کړې

بې آر ټې منصوبه،سپريم کورټ د ايف آئې اے تحقيقات ادرولو متعلق حکم امتناع کښې توسيع کړې

ايف ائي اے د پيښور هائيکورټ په حکم بي ارټي منصوبه کښې د مبينه کرپشن او بدنظمۍ په اړه په تحقيقاتو لاس پوري کړې دې
د ايف ائي اے پيښور دفتر ذرائع ترمخه د پيښور هائيکورټ احکاماتو په رنړا کښې بي ار ټي منصوبه کښې د بډې رشوتونو او ګډوډئ پلټني شروع شويدي،
ذرائع زياتوي چي ايف ائي اے به په پنځه څلويښت ورځو کښې دننه خپل رپورټ مکمل کوي،او پيښور هائيکورټ کښې به ئي جمع کوي
ذرائع دا هم وائي چي د بي ار ټي تحقيقات به خفيه ساتلې شي، او رپورټ به د مکمل کيدو سره سم عدالت کښې وړاندي کولے شي،
ياده دي وي چي صوبائي حکومت د پيښور هائيکورټ فيصلي خلاف سپريم کورټ ته د تلو فيصله کړي او نيب په ضد ئي مخکښي نه د سپريم کورټ په ذريعه سټې راغستي ده