ايف اے ټى ايف په حواله پاکستان تکنيکى لوازمات پوره کړى ، شاه محمود قريشى

خارجه وزير شاه محمود قريشي وئيلي دي چې ايف اے ټي ايف په حواله پاکستان تکنيکي لوازمات پوره کړيدي بايدچې ګرے لسټ نه د پاکستان نوم هم لرې کړې شي،شاه محمود قريشي بيان ترمخه بهارت له دا فورم د خپل سياسي مقصدونو لپاره د استعمال اجازت ورکول نه دي پکار

خارجه وزير شاه محمود قريشي د ايف اے ټي ايف په حواله بيان جاري کړېدے چې پکښې وئيلي شويدي چې پاکستان د ګرے لسټ نه وتلو لپاره هر ممکن کوشش کړيدے او پاکستان ته ورکړي شوي اوويشت ايکشن آئټمز کښې په شپږويشت کار مکمل کړي شويدے بيان ترمخه پاکستان د مني لانډرنګ او دهشت ګردو مالي مرستو مخ نيوي لپاره موثره اقدامات پورته کړيدي او نړۍ د پاکستان د دغې کوششونو اعتراف هم کړيدے بيان کښې زياته کړي شويده چې پاکستان ګرے لسټ کښې نور ساتلو هيڅ جواز نشته د ايف اے ټي ايف پليمري اجلاس ته مو سترګې دي ګورو چې دې کښې د پاکستان د مستقبل په حواله څه فيصله کيږي