ايف اے ټي ايف د ترهه ګرو مالي مرستو مخ نيوي لپاره د پاکستان په کوششونو د اطمينان اظهار کړېدے

0
45

فنانشل ايکشن ټاسک فورس د مني لانډرنګ او د ترهه ګرو مالي مرستو مخ نيوي لپاره د پاکستان په کوششونو د اطمينان اظهار کړېدے ولې ګرے لسټ نه د وتلو لپاره پاکستان ته د نور اقداماتو پورته کولو هدايت هم شوېدے
د پاکستان او ايف اے ټي ايف د اعلې چارواکو ترمينځه سډني کښې مذاکرات شويدي چې پکښې لس نکاتي ايکشن پلان باندې تر دې دمه شوي عمل درآمد جائزه اخستې شوېده
پاکستاني وفد د ترهه ګرو مالې مرستې او مني لانډرنګ مخ نيوي لپاره د حکومتي اقداماتو نه د ايف اے ټي ايف حکام خبر کړېدي
ذرائع وائي چې ايف اے ټي ايف په وړومبي ځل د پاکستان په اقداماتو د اطمينان اظهار کړېدے
ذرائع زياتوي چې راتلونکي مياشت پيرس کښې کيدونکې د ايف اے ټي ايف اجلاس دوران به د مني لانډرنګ او ترهه ګرو مالي مرستو مخ نيوي په حواله د پاکستان د اقداماتو جائزه اخستي شي او ګرے لسټ نه د پاکستان نوم ويستلو يا برقرار ساتلو فيصله به هم دې اجلاس نه پس کيږي