ايف اے ټی ايف پاکستان سره د تيکنيکې کومک کولو پيشکش کړېدے

ايف اے ټی ايف پاکستان سره د تيکنيکې کومک کولو پيشکش کړېدے

يورپې يونين د فنانشل ايکشن ټاسک فورس ايکشن پلان عمل کښې راوستلو په اړۀ پاکستان سره د تيکنيکې کومک کولو پيشکش کړېدے، پاکستان د يورپي يونين د دغه تعاون د پيشکش ستائنه کړېده
برسلز کښې يورپې يونين د پاکستان جوائنټ کميشن د لسم اجلاس په اختتام اعلاميه جارې کړې،اعلاميه کښې دواړو فريقينو د پاکستان لخوا ايف اے ټي ايف ايکشن پلان باندې د عمل درآمد کولو په اهميت زور ورکړے،پاکستان د يورپي يونين لخوا د کومک کولو پيشکش ستائيلے دے ، د ايف اے ټي ايف جوائنټ کميشن اجلاس کښې جي ايس پي پلس باندې عمل درآمد، تجارت او سرمايه کارۍ کښې رکاوټ پيداکوونکي مسائل او کاروباري ماحول کښې د بهترۍ په معاملاتو خصوصي توجه ورکړے شويده