ايف ټي ايے ايف غونډه کښي د هند نه علاوه ټولو غړو د پاکستان ګامونو باندي اطمينان څر ګند کړے

0
97

آسټر يليا کښي د فنانشل ايکشن ټاسک فورس غونډه کښي د هند نه علاوه ټولو غړي ملکونو د پاکستان لخوا پورته کړے شوي ګامونو باندي اطمينان څر ګند کړے
سډني کښي د ايف ټي اے ايف دري ورځني غونډه کښي د پاکستان په ضد هند يو واري بيا سخت دريز خپل کړے وو ولي د پاکستان سفارتي اقداماتو في الحال دغه هڅي ناکامي سره مخ کړي
ذرائعي وائي چي غونډه کښي هند د ترهه ګر تنظيمونو په ضد دايکشن په معلوماتو عام کولو زور راوړے وو ولي پاکستاني وفد ورته واضحه کړي وه چي په دي لړ کښي متعلقه فورم يعني د ايف ټي اے ايف هيډکوارټر ته ټول ضروري معلومات ورکړے شوي دي
پاکستاني وفد په ډاګه کړي وه چي د کالعدم تنطيمونو په ضد اقدمات کول يا نه کول د پاکستان خپله فيصله ده او په دي معامله يو ملک هم پاکستان ته هدايات نشي جاري کولے
ذرائعي وائي چي د هند مندوب د ايف ټي اے ايف په ذريعه پاکستان نه اته ويشت سوالونه کړي ووولي پاکستاني وفد دريز خپل کړے چي د هند دغي سوالونو ځوابونه به پيرس کښي جوړه شوي په اوولسم فروري غونډه کښي ورکوي