ايف ډي ايم اے د کرم ضلعې واپس تلي کډوالو لپاره مالي امداد جاري کړي

0
32
ايف ډي ايم اے د کرم ضلعې واپس تلي کډوالو لپاره مالي امداد جاري کړي

ايف ډي ايم اے د کرم ضلعې واپس تلي کډوالو لپاره د لس کروړه روپو مالي امداد جاري کړيدے
ايف ډي ايم اے له لوري جاري شوي بيان کښي وئيلي شويدي چي کال دوه زره پنځلس کښي کرم ايجنسئ ته واپس تلي څلور زره خاندانونو ته د واپسئ مرستي تر اوسه نه دي ميلاو شوي
د ايف ډي ايم اے ويان زياتوي چي څلور زره خاندانونه به د موبائل ميسج په ذريعه في خاندان پنځه ويشت زره روپئ تر لاسه کولے شي
د ډي جي ايف ډي ايم اے سهيل خان وائي چي ايف ډي ايم اے د قبائيلي سيمو بے کوره خلکو خدمت دپاره شپه ورځ يوه کړيده او ډير زر به په افغانستان کښي ميشته د شمالي وزيرستان کډوال هم واپس راوستلے شي