ايم پي اے سردار مسعود علي له عدالت څخه عبوري ضمانت اخسي

0
5

ايم پي اے سردار مسعود علي خان لوني له سيشن جج کوئټه له عدالت څخه تر اويشتم ستمبر پوري عبوري ضمانت اخسي دي، دکوټي سيشن کورټ جج يو لکه مچهلکو باندي هغه ته ضمانت ورکړي دي.
سردار مسعود علي خان لوني د هغه ورور سردار شير افضل خان لوني او ولس 17 نورو ملزمانو په ضد د دهشتګردۍ اواغوا دفعات تحت مقدمے درج دي چي په هغه کښي تر اوس مهاله پوري دوه ملزمان قاسم خان او سلطان محمد له مخکي نه نيول شوي دي د سردار مسعود لوني په شمول پنځلس15 ملزمان په د مقدمه کښي اشتهاريان دې
تر دې له مخه کيس سماعت دوران اسپيشل جج انسداد دهشتګردي محمد علي کاکړد برهمۍ اظهار کړی چي اشتهاري ملزم اپم پي اے سردار مسعود علي خان لوني انتخابي کمپين چلوی او اپم پي اے منتخب کړل شو حلف يے واخستو ليکن پوليسو ګرفتار نه کړی
د لورلائي انسداد دهشتګردۍ عدالت جج علي محمد کاکړ دملزم د ګرفتارۍ لپاره د دکۍ ايس ايچ او .. او د مقدمےتفشيشي آفيسر ته نوټس جاري کړی وواو جواب يے طلب کړی
عدالت آئي جي پوليس بلوچستان او ډي آئي جي پوليس لورلائي ته د ملزم د نيولو حکم کړی چي ملزم دي ونيول شي او پر راروانه پيشي دي عدالت ته وړاندي کړل شي
ياده دي وي چي سردار مسعود علي خان لوني په تيرو انخاباتو کښي د حلقه پي بي پينځه 5 دکۍ نه په آزاد حثيت کاميابه شوی دی او روسته يے په بلوچستان عوامي پارټۍ کښي اعلان وکړی
ملزم باندي دوے مقدمے درج دي چي په هغه کښي يوه مقدمه د سردارمير غوث کبزئي د اغوا او دوه مقدمه پينځويشتم جولائي د انتخاباتو په ورځ د ايف سي په مدعيت کښي درج کړل شوے ده