اين ډى ايم اے د نورلسم جولائې پورې ټول ملک کښې د طوفانى بارانونو پيشنګوئى کړے

اين ډى ايم اے د نورلسم جولائې پورې ټول ملک کښې د طوفانى بارانونو پيشنګوئى کړے، دې لړ کښې متعلقه ادارو ته حفاظتى اقدامات پورتا کوؤلو هدايات شوې، د اوسنى بارانونو دوران مختلف حادثاتو کښې اته تنه مړه او شپاړس ژوبل شويدې
نيشنل ډيزاسټر منيجمنټ اتهارټى لخوا د حاليه بارانونو او موسمى صورتحال په اړه اعداد و شمار جارى شويدې
بيان مطابق حاليه بارانونو دوران مختلف پيښو کښې اته تنه مړه او شپاړس ژوبل شويدې، دغه رنګ يوسل درې اويا کورونو ته په مکمله يا جزوى توګه زيان رسيدلې
اين ډى ايم اے د نورلسم جولائې پورې ټول ملک کښې طوفانى بارانونو پيشنګوئى کړے، چې لوجې ئې برساتى نالو کښې د لوړې درجې سيلاب امکان دې
د اين ډى ايم اے ايډوائزى واړه ډيزاسټر اتهارټيز ته سپارلې شويده، ددې ترڅنګ ټولو متعلقه ادارو ته د متوقع بارانونو دوران د څه بدې پيښې مخنوى لپاره حفاظتى اقدامات پورتا کوؤلو هدايات هم شويدې