ايډيشنل آئي جي اشرف نور شهيد خپله آبائي سيمه سرميک سکردو کښي خاورو ته سپارلې شوېدې،

0
85

د پېښور حيات آباد کښي خودکش حمله کښي شهيد شوے ايډيشنل آئي جي اشرف نور خپله آبائي سيمه سرميک سکردو کښي خاورو ته سپارلې شوېدې،د شهيد ايډيشنل آئي جي په جنازه کښي عسکري چارواکو،سياسي او سماجي مشرانو سره د علاقے خلقو په لويه شميره کښي ګډون کړے وو
پيښور خودکش حمله کښي شهيد شوے ايډيشنل آئي جي اشرف نور جنازه سکردو کښي هم ادا کړے شويده چي په کښي فورس کمانډر ګلګت بلتستان ميجر جنرل ثاقب محمود،کمانډر سيکسټي ټو بريګيډ سکردو اظهر منير،د شهيد خپل خپلوانو،سياسي ، سماجي شخصياتو او د علاقے خلکو په لويه شميره کښي ګډون کړے وو
د جنازے ورستو شهيد ايډيشنل آئي جي اشرف نور خپل آبائي سيمه سرميک سکردو کښي خاورو ته سپارلے شويدے
جنازه کښي شريک مقامي خلکو هم د شهيد ايډيشنل آئي جي قرباني ستائيلے او ووئيلي دي چي د اشرف نور په قربانئ ټول قام په رنګ هغوي هم فخر کوي او خدائے بخلي ګلګت بلتستان پشمول ټول ملک ښه په اخلاص خدمت کړېدے