د نوښار ايډيشنل ډسټرکټ اينډ سيشن جج د پي ټي ائي سربراه عمران خان خوريئ حسان نيازي عبوري ضمانت منظور کړيدې او مقامي پوليس ئې د هغه ګرفتاري نه اودرولې دے،
نن د ايډيشنل ډسټرکټ اينډ سيشن کورټ جج محمد اصف د حسان نيازي د عبوري ضمانت د درخواست سماعت کړې،
په دې موقعه د درخواست ګزار حسان نيازي وکيلانو عدالت ته وئيلي چې د مارچ په ديرشمه نيټه د هغه خلاف ايف ائي ار درج شوې وو چې پکې يو سل يوويشت،يو سل څليريشت اوځيني نور دفعاتو شامل دي،
د حسان نيازي وکيلانو غوښتنه اوکړه چې د هغه عبوري ضمانت دې منظور کړې شې، په دې باندې عدالت ضمانت منظور کړې او د اتيا زره روپو مچلکي جمع کولو حکم ورکړې، نور سماعت د اپريل نورلسمي نيټي پوري ځنډولې شوي،مدعي شبيرالدين او حکومت ته نوټس هم جاري کړې شويدې