ايکسائزاينډ ټيکسيشن پيښورد پراپرټي ټيکس عدم ادائيګي په وجه ايټا دفتر سيل کړي

پراپرټي ټيکس د عدم ادائيګي په وجه د ايټا دفتر سيل کړي

د ايکسائز اينډ ټيکسيشن پيښور سوري لاندي د پراپرټي ټيکس د عدم ادائيګي په وجه د ايټا دفتر سيل کړيدے،د ايټا په ذمه شل ميلين روپئ پراپرټي ټيکس بقاياجات دي،د ايکسائز اينډ تيکسيشن ترجمان وينا تر مخه د ايجوکيشنل ټيسټنګ اينډ ايوالوويشن ايجنسي پښتونخوا کښې د ميډيکل او انجيئرنګ داخلو لپاره د ټيسټونو تابيا هم کوي،او دي نه علاوه سرکاري او غير سرکاري ټيسټونو انعقاد هم کوي،بلخوا د ذرائعو تر مخه معلومه شويده چي د دفتر بنديدو له وجي په اووه ويشتم ستمبر انجينئرنګ کالج کښې د داخلي د ټيست ځنډيدو انديښنه هم پيدا شويده
د ايکسائز اينډ ټيکيسشن له اړخه وئيلي شويدي چي تر څوپوري د ايټاله اړخه بقايا جاتو ادائيګي نه وي شوي تر هغه وخته پوري به د هغوي دفتر بند وي