ايکسائز د اهداف تر لاسه کولو دپاره د مئي او جون په مياشتو کښې د هفتي چهټي ختمه کړيده

خيبر پښتونخوا ايکسائز د اهداف تر لاسه کولو دپاره د مئي او جون په مياشتو کښې د هفتي چهټي ختمه کړيده ،
د چهټي ختمولو په اړه ايکسائز محکمي باقاعده اعلاميه هم جاري کړيده
سيکرټري ايکسائز ظفر علي شاه وائي چي دغه فيصله د ټيکس صارفينو سهولت په خاطر کړي شوي،
هغه زياته کړيده چي دافيصله به په ټولو ضلعي دفترونو کښې لاګو وي ځکه چي اداره به د خپلو محاصلو اهداف په هر صورت يقيني کوي،
ظفر علي شاه دا هم وائي چي ټيکس جمع کوونکي صارفين به اوس د هفتي په ورځ هم ټيکس جمع کولي شي