ايکسائز چارواکو په موټروے د سرکاري نمبر پليټ ګاډي نه پنځه ديرش زره ګرامه منشيات برامد کړيدي

خيبر پښتونخوا ايکسائز چارواکو په موټروے صوابي انټر چينج سره د کاميابي دوران د سرکاري نمبر پليټ ګاډي نه پنځه ديرش زره ګرامه منشيات برامد کړيدي ملزم ئي هم ګرفتار کړي
د ايکسائز محکمي وياند وائي چي د ايکسائز اينټلي جنس پراونشل انچارج سيد نويد جمال سره د خپل ټيم په خفيه اطلاع صوابي انټر چينج سره د سرکاري نمبر پليټ يو ګاډي ګير کړو
وياند زياتوي چي په ګاډي د اسلام اباد د سرکاري نمبر پليټ لګيدلي وو چي د کوم خفيه خانو نه زرګونو منشيات برامد کړے شول، برامد کړي شوي منشياتو کښې اووه ويشت زره ګرام هئيروئن او اته زره ګرام چرس شامل دي
د ګاډي ډرائيور جمروز خان په موقع ګير کړي شويدي، چي په ضد ئي د صوابئ په چهوټا لاهور تهانه کښې د منشياتو قانون لاندي مقدمه درج کړي شوي پوليسو ددي واقعي په اړه نور تحقيقات شروع کړي دي