اپراورکزئي کښې پک اپ پک اپ ګاډي ژوري کندې ته غورزيدو حادثه کښې يو تن مړ شوي

بنو ټاون شپ کښې د نجې سکول بس ته پيښه کښې اتويشت ماشومان ژوبل شوې

اپر اورکزئي يخ کنډا سيمه کښي د آزاد اميدوار اليکشن کمپين پک اپ ګاډي ژوري کندې ته غورزيدلې ،حادثے نتيجه کښې يو تن مړ او شپږ تنان سخت ژوبل شوي،ژوبل شوي تنان په فوري توګه هسپتال ته منتقل کړي شويدي ،ژوبل شوو کښې يو ماشوم هم شامل دې
اپر اورکزئي يک کنډا سيمه کښې دصوبائي اسمبلي نشستونو دپاره آزاد اميدوار ملک حبيب نور اليکشن کمپين ګاډي ذوري کندي ته غورزيدلې،
پوليس مطابق ګاډي د متعلقه اميدوار ووټران غلجو ته ووټ اچولو دپاره روان کړي وو، ګاډې تيز رفتارې له وجې حادثے سره مخ شويدې
پوليس زياتوي چې حادثے په وخت ګاډي کښې ناست اووه تنانو کښې يو په موقع مړ شوې او شپږ کسان سخت ژوبل شوي ،ژوبل شوو کښې يو ماشوم هم شامل دے