اپرکوهستان کښې يوګاډے سيند ته پريوتې چې پکښې دري کسان پحق رسيدلي

اپرکوهستان کښې يوګاډے سيند ته پريوتې چې پکښې دري کسان پحق رسيدلي

اپرکوهستان کښې يوګاډے سيند ته پريوتې چې پکښې دري کسان پحق رسيدلي ،ډوب شوي کسانو تلاش لپاره د ريسکيوډبل ون ډبل ټو ، پوليس او مقامي خلقو امدادي کارروائيانې شروع کړي ديپوليسو ترمخه د اپرکوهستان زيډکهاړ نالې سره نزدې ويګو ګاډے سيند ته پريوتې چې پکښې درې کسان پحق رسيدلي دي، پوليس وائي چې دغه ګاډے د تحصيل داسو کښې د کميله نه زيد کهاړ ناله ته روان وو، کوم چې د ډرائيور نه بې قابو شوې او سيند ته پريوتې دې، پوليس مطابق پحق رسيدلي کسانو کښې د دوؤ تعلق جلکوټ او يو تعلق بشام سره ښودلې کيږي، مړي د سيند نه راويستو لپاره د ريسکيو ډبل ون ډبل ټو، پوليسو او مقامي خلقو امدادي سرګرميانې جاري دي