اپر اورکزو کښې د بارودي سرنګ چاودنه کښې دوه ماشومان ژوبل شويدي

اپر اورکزو کښې د بارودي سرنګ چاودنه کښې دوه ماشومان ژوبل شويدي

د اپر اورکزو په خاديزۍ علاقه کښې د بارودي سرنګ چاودنه شوې چې پکښې دوه ماشومان ژوبل شويدي، ژوبل ماشومان علاج لپاره کوهاټ ته منتقل کړے شويدي،ذرائعې وائي چې ماشومانو ګډې بيزې څرولې چې پرې د مخکښې نه نصب شوي بارود وډزېدل
د اپر اورکزو په خاديزۍ علاقه کښې چاودنه شوې، دغه چاودنه کښې دوه ماشومان ژوبل شوي څوک د علاج لپاره کوهاټ ته منتقل کړے شويدي، ذرائعې وائي چې دواړه ماشومانو ګډې بيزې څرولې چې ناڅاپه ئې د بارودي سرنګ کوم چې د مخکښې نه په دغه ځائےکښې ښخ کړے شوے وو، ډزېدلے دے، د چاودنې وروستو سيکورټي فورسز علاقې ته رسيدلې او سرچ آپريشن ئې شروع کړيدے، ياده دې وي چې د اورکزۍ په غرئيزو علاقو کښې د مخکښې نه نصب شوي بارودي سرنګونه وخت په وخت په ځائي خلقو ډزيږي د کوم لوجې چې يوشمېر خلق معذوره شوے او ځينې کسان پحق رسيدلي دي