اپوزيشن بائيکاټ نه باوجود هم د پارليمانى کميټې براے قامى سلامتيا غونډه شوې

اپوزيشن بائيکاټ نه باوجود هم د پارليماني کميټۍ برائے قامي سلامتيا اجلاس شوي، اجلاس کښې د قامي سلامتيا سلاکار معيد يوسف د هيواد قامي سلامتي پاليسۍ په اړه بريفنګ ورکړې، معيد يوسف داهم وئيلي چې قامي سلامتي پاليسۍ مسوده به پارليمنټ او کابينه اجلاس کښې وړاندې کړې شي

د قامي سلامتيا پارليماني کميټۍ اجلاس اسد قيصر په مشرۍ کښې شوي، چپکښې د قامي سلامتي سلاکار معيد يوسف وئيلي چې ملکي تاريخ کښې وړومبې ځل د قامي سلامتيا پاليسۍ ډرافټ جوړ کړې شوي، کوم چې نيشنل سکيورټي ډويژن لخوا تياره شوي، ډرافټ کښې د ملکي معاشي سکيورټۍ، خوراک ،ملټري او د اوبو سکيورټۍ پشمول خارجه پاليسۍاو آبادي کښې زياتوالې موضوعات شامل کړې شوي، دې سره سره د کشمير مسئلے، د افغانستان وضعيت او نورو هيوادونو سره اړيکو په اړه هم خبرې ورکې شاملې کړې شوي، قامي سلامتيا سلاکار معيد يوسف دا هم اووئيل چې پاليسۍ باندې به متعلقه وزارتونه عمل در آمد باوري کوي، اجلاس کښې په زور بے درکه شوي کسانو په اړه شيرين مزاري او انوار الحق کاکړ ترمينځ سختې خبرې هم شوي،کله چې د بشري حقونو وزيري شيرين مزاري د جبري ګم شدګۍ متعلق تپوس اوکړو نو سنيټر انوار الحق کاکړ ورته اووئيل چې دا پوښتنه کابينے په اجلاس کښې کول پکار وه، که شيرين مزاري جبري بے درکه شوي خلکو دومره غم لري نو استعفي دې ورکړي