اپوزيشن جاړي او که خاندي خو احتساب به ئې ضرور کولې شي

ملک کښې د ټولو نه لويه مسئله کرپشن دے ، که هر څه اوشي ،اپوزيشن جاړي او که خاندي خو احتساب به ئې ضرور کولې شي ، اپوزيشن راته د بهر ملک نه هم ځان خلاصي لپاره سفارشات راستولي دي ، د وزيراعظم عمران خان نمل انسټيټيوټ کښې دستورې ته وينا ، وائي چې چين څلور نيم سوه وزيران په کرپشن باندې جيلونو کښې اچولي دي نو ترقي ئې کړيده ولې دلته کښې چې يو ګهير کړو نو بل سره غم وي چې صبا زما نمبر دے او د هغۀ تن بچ کيدو لپاره به چغې سورې وهي
دا خبرې وزيراعظم عمران خان ميانوالې کښې د هسپتال بنياد تيګه ايښودو دستورې ته خطاب په وخت کړيدي
د وزيراعظم عمران خان وينا وه چې د ملک په ترقۍ کښې د ټولو نه لوئے رکاوټ کرپشن او منې لانډرنګ دے،الله سره مې لوظ کړے وو که چرې يوه موقع راته ميلاو شوه نو هغه خلق به نه پريږدم چا چې پاکستان لوټلې وې
عمران خان اووئيل چې اپوزيشن که هرڅه اوکړې خو احتساب عمل به هر حالت کښې جارې وې ،عمران خان دعوا کړې چې دے خلقو ماته بهر ملکونو نه هم سفارشونه راليږلې دې
په دې موقع وزيراعظم عمران خان دا هم اووئيل چې د چين د ترقۍ غټه وجه موجود صدر شي جنګ پنګ هم دې چا چې کرپشن کښې څلور نيم سوه وزيران جيلونو ته ليږلي دي