اپوزيشن جماعتونه د بجټ لاره نه شې نيولې

، فردوس

مشير اطلاعات فردوس عاشق اعوان دعوا کړې ده چې اپوزيشن د بجټ لار نه شې نيولے،حکومت به بجټ پاس کولو کښې کامياب شې،فردوس عاشق اعوان ميډيا لپاره د ضمنې ويج بورډ اعلان هم کړے دے
مشير اطلاعات اسلام آباد پريس کلب کښې خبرې غونډې ته وينا کړې،وائې چې بجټ د ملکې سلامتيا او دفاع ضامن دے،اپوزيشن د بجټ منظورې لاره نه شې نيولے،اپوزيشن دے بدمعاشې په ځائے آئينې طريقے سره تراميم راوړې،مونږ به ئې منظور کړو
فردوس عاشق اعوان وضاحت کړې چې وزيراعظم پارليمان چليدو ته نه پريښودو متعلق بيان نه دے ورکړے،وزيراعظم په جمهوريت او د پارليمان په بالادستۍ باندې باور لرې
مشير اطلاعات په اپوزيشن ليډر باندې هم شديد تنقيد کړې او وئيلې ئې دې چې شهباز شريف خپل تقرير کښې حقائق مسخ کړې دې،شهباز شريف دوه نيمې ګهنټې پورې تقرير کړے دے،د چا ملا کښې چې تکليف وې هغه قوم له دوه نيمې ګهنټې ليکچر نه شې ورکوې
مشير اطلاعات د اپوزيشن ارکانو پروډکشن آرډر متعلق د سوال په جواب کښې اووئيل چې پروډکشن خو فلمونو او ډرامو کښې کيږې،سياسې اداکاران ولې پارليمنټ ته نه رواستلې کيږې،د دے جواب سپيکر ورکولې شې
مشير اطلاعات ميډيا لپاره ضمنې ويج بورډ اعلان هم کړې او وئيلې ئې دې چې اشتهاراتو کښې به پينځلس فيصده برخه ايډوارټائزنګ ايجنسو او پينځه اتيا فيصده برخه اخباراتو او چينلز ته ورکولې شې،راتلونکې بجټ کښې به ميډيا لپاره جامع پاليسې اود مستقل ويج بورډ ايوارډ لپاره به مشاورتې کميټې جوړولې شې