اپوزيشن سره د تعاون ماحول مخ په وړاندے روان دے،فواد چوهدري

اپوزيشن سره د تعاون ماحول مخ په وړاندے روان دے،فواد چوهدري

وفاقې وزير فواد چوهدرې چيف اليکشن کميشنر او ارکانو تقررۍ باندې اتفاق راتلل لويه کاميابې ګرځولې ده، وائې چې آرمې ايکټ نه د مرستې کوم ماحول پيدا شوے وو،هغه په ډيره ښه طريقه مخ په وړاندے روان دے،
وفاقي وزير برائے سائنس و ټيکنالوجې فواد چوهدرې په ټوئټر بيان جارې کړې،وئيلې دې چې آرمې ايکټ نه د مرستې کوم ماحول پيدا شوے وو ، هغه په ښه طريقه مخ په وړاندے روان دے،اليکشن کميشن تشکيل باندې اتفاق رائے يوه لويه کاميابې ده،
فواد چوهدرې وائې چې راتلونکې مرحله کښې د احتساب په طريقه کار اتفاق پيدا کول دې،دے حوالې سره هم خبرې اترې په ښه انداز کښې روانې دې،
فواد چوهدرې زياته کړې که چرے مونږ لوئے اصلاحات اوکړل نو سياسې اختلافات نقصان نه شې رسولې