اپوزيشن سينټرانو د چيئرمين سينټ خلاف عدم اعتماد تحريک کاميابې دعوې کړے

اپوزيشن سينټرانو د چيئرمين سينټ خلاف عدم اعتماد تحريک کاميابې دعوې کړے او وئيلى دى چې عدم اعتماد تحريک کښې دوى ته د شپيته سينټرانو حمايت حاصل دې
اسلام آباد کښې د پارليمټ هاؤس نه بهر اپوزيشن سينټرانو ميډيا بريفنګ کړے چې پکښې د اپوزيشن اميداوار ميرحاصل بزنجو، شيرې رحمان او مولانا عبدالغفور حيدرى بشمول يوشمير سينټرانو برخه اخيستې ده
په دې موقع ميرحاصل بزنجو وينا وه چې د عدم اعتماد جمع کيدو څلور ورځې پس راته د چيئرمين سينټ لخوا خط موصول شوې چې پکښې د عدم اعتماد تحريک کښې د ځينې غلطو نشاندهى شوې وه، د خط جائزه اخيستو وروستو مو جواب په سينيټ سيکرټريټ کښې جمع کړيدې
په دې موقع ميرحاصل بزنجو د کاميابې دعوې اوکړه او وې ويل چې عدم اعتماد تحريک کښې راته د شپيته سينټرانو حمايت حاصل دې، سينيټ چيئرمين انتخاب کښې تاخير به د آئين خلاف ورزى وى
په دې موقع د جے يو آئى ف ډلې سينټر عبدالغفور حيدرى اوئيل چې زمونږ اصل هدف حکومت دې، زمونږ دشمنى د موجوده حکومت سره ده، خپل چيئرمين سينټ راوستل زمونږ آئينى حق دې
دغه رنګ سينټر شيرى رحمان اوئيل چې د قانون مطابق مو په نهم جولائې ريکويزيشن جمع کړے، که چرې د حکومت لخوا دې لړ کښې غيرقانونى هربه استعمال کړے شوه، نو دا به سراسر بدنيتى وى