اپوزيشن قام نه صرف فائدې پورته کړى ، محب الله خان

د خيبر پختونخواد زراعتو وزير محب الله خان وئيلي دي چي په صوبه کښې بلدياتي انتخاباتو کښې هم تحريک انصاف بريالي کيږې ځکه چي اپوزيشن جماعتونو په تير اويا کله کښې د خپل زاتي مفاداتو نه علاوه د قوم لپاره هيڅ نه دے کړے

سوات تحصېل مټه لابټ کښې شمولتي غونډه ته خپله وينه کښې صوبائي وزير زراعت لائيو سټاک و فيشري محب الله خان وئيلي دي چي تحريک انصاف د غريب اولس جماعت دے چه چي خپل کابينه کښې د عام ټولني خلکو ته نمائندګي ورکړے او په تير څلور کالو کښي د زراعتو په شبعو کښي پنځوس فيصده زياتوالي راغلي دکومي فائده چي نيغ په نيغه زمه دارو ته رسي هغه زياته کړه چي اپوزيشن جماعتو نه به بلدياتي انتخاباتو کښې هم د کال دوه زره اتلس په شان يو ځل بيا شکست خوري د کومي غټه وجه چي هم دغه ده چي د اپوزيشن جماعتونو سره د خپل زاتي مفاداتو نه علاوه هيڅ ايجنډا نيشته هغه زياته کړه چي وزيراعلي محمود خان په صوبه او خاص کر په سوات کښې د اربونو روپو ترقياتي منصوبے پيل کړے کوم کښې چي به نه صرف مقامي خلکو ته روزګار مواقع ميلاويږي بلکه سيمه به د ترقي په لور هم روانه شي غونډي ته سابقه تحصيل ناظ‌م مټه عبدالله خان هم وينه کړے او واضح کړے ئي ده چي بر سوات کښې چي وزيراعلي محمود خان کوم ريکارډ ترقياتي کارونه کړے د هغي په تاريخ کښې مثال نشي ميلاويدي شمولتي غونډه کښي دمسلم ليګ ن په شمول مختلف سياسي جماعتونو نه يو شمير کسان مستعفي شول او تحريک انصاف کښې د ګډون اعلان اوکړو