اپوزيشن ليډرشهباز شريف او پيپلزپارټۍ چئيرمين بلاول بهټو زرداري په شريکه پريس کانفرنس کړي

اپوزيشن ليډرشهباز شريف او پيپلزپارټۍ چئيرمين بلاول بهټو زرداري په شريکه پريس کانفرنس کړي

اپوزيشن ليډر شهباز شريف اودپيپلز پارټۍ چئيرمين بلاول بهټو زرداري شريک پريس کانفرنس کړي، شهباز شريف وائي سپيکر اسد قيصر نن ريډ لائن کراس کړي ، بلاول بهټوهم د سپيکر په رويه سخت ټکونه کړي او وائي چه هغه د يوسپيکر دومره غير جمهوري رويه چري هم نه ده ليدلې.د پارليمنټ مشترکه غونډي روستو دپاکستان مسلم ليګ ن صدر او قامي اسمبلۍ کښي قائدحزب اختلاف ميا شهباز شريف دپيپلز پارټۍ چئيرمين بلاول بهټو زرداري سره شريک پريس کانفرنس کښي دسپيکر اسد قيصر په رويه سخت ټکونه اوکړل.شهباز شريف اوئيل نن مشترکه ايوان کښي چي په کومه طريقه پارليماني کاروائي د خپو لاندي کړي شوي دغه ټولو اوليدل ،اسد قيصر داپوزيشن په تراميم بحث موقع ورنکړه او دغه شان رډ لائين ئي کراس کړي، د سپيکر په دي رويے به احتجاج کوم.اپوزيشن ليډر اوئيل چه نن وړمبۍ موقع وه چه زه ولاړ ووم او ورته د خبرو موقع نه ده ورکړي شوي ، سپيکر ته مي په ډائيس احتاج اوکړو او ډير د صبر نه مي کار اخيستي.په دي موقع د پيپلز پارټۍ چئيرمين بلاول بهټو زرداري اوئيل چه په غير قانوني طريقه د قانون سازې کوشش اوکړي شو، داپوزيشن تراميم اهم وو، ولي زمونږ مؤقف نه دي اوريدلي شوي ، تر دي چه ما ته هم ايوان کېښي دخبروموقع رانکړي شوه بلاول بهټو اوئيل چه ما چري هم د سپيکر دومره غير جمهوري رويه نه ده ليدلي.چئيرمين پيپلز پارټۍ اوئيل چه مونږ کوم اعتراضات کړي د حکومت مرستي او پوهي لپاره موکړي چه يو مشير بل نشي وړاندي کولي ، ترميمي بل پيش کول د يو وزير يا انچارج وزير کار دے